د کور او ښار جوړولو وزیر د پروان له والي سره د ښاري پراختیا په تړاو وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۹
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۵/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي، مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه کتنه کې، د پروان ولایت د ښاري پراختیا اړوند مهمو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې، ترڅو وکولای شي خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

په لیدنه کې د پروان محترم والي د پروان شته ښاري وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د پروان ښار د هر اړخیزې ګڼې ګوڼې او د نفوس د چټک زیاتوالي له امله د پلان بیاکتنې ته جدي اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، اړتیا ویني چې ځینې استوګنیزې ساحې په سوداګریزو تبدیل شي، د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره پلان چارې چټکې شي، او د پروان ښار د شته پلان بیا کتنه وشي، ترڅو په ښار کې د پرمختیايي پروژو د لا ښه همغږۍ او اغېزمن مدیریت لپاره زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ډاډ ورکړ چې د پروان ولایت د ښار پلان د بیا کتنې موضوع به له اړوندو ریاستونو، مسلکي ټیمونو او تخنیکي کارپوهانو سره شریکه کړي، او که اړتیا وه، د پلان د اصلاح او عملي کولو لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.

ښاغلي وزیر وویل، تفصیلي پلان دې د پروان ولایت د ښاروالي محترم ریاست او په پروان ولایت کې شته د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ جوړ او د ویزې لپاره وزارت ته را واستوي، چې تر ارزونې وروسته به ویزه او د تطبیق لپاره وسپارل شي.

ناسته د ښاري خدمتونو د معیاري کولو، د ښار د تنظیم، او د خلکو د هوساینې لپاره د ګډو همکاریو پر ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت