د کور او ښار جوړولو وزیر د نوي کابل ښار د ودانیزو چارو جاج واخیست

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۴۰
کابل جدید

۱۴۴۶/۳/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د خاور ودانیز شرکت له مشر محترم سید مقدم امین سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په نوي کابل ښار کې د روانو ودانیزو چارو د څرنګوالي، پرمختګ، ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې اترې وشوې.

د خاور ودانیز شرکت مشر محترم سید مقدم امین وویل، په اړوند ځمکه کې یې د پلان او نقشې مطابق چارې روانې کړي، چې د شاوخوا پنځه کیلو متره فرعي سړکونو بیخ بناء چارې بشپړې شوي، ځینې سړکونه قیر کولو ته چمتو شوي، یو مارکېټ جوړ شوی، څو بېلا بېل تعمیرونه جوړ شوي، پر مسجد شریف کار روان دی او په ټوله کې د کیفیت او کمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

ښاغلي سید مقدم امین وویل، غواړي چې د (۷۴۴) جریبه ځمکې سربېره پر زرګونه جریبه نوره ځمکه له تصفیې وروسته او د پلان مطابق د کار کولو اجازه ورکړل شي، تر څو چارې ګړندۍ او د پلان مطابق پر مخ یوسي.

دغه راز نوموړي وویل، د ملکیت سند د ورکړې او څرنګوالي په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت نظر، مشورې او لارښوونو ته منتظر دی او په خبره یې په ټولو چارو کې وزارت ته خبر ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د تخنیکي کمېټې له لوري به ترسره شوې چارې و ارزوي، ټولنیز، حقوقي او اقتصادي ارزښت به یې معلوم کړي، نېمګړتیاوې به په ګوته او حل لارې به یې وسنجوي او د چارو د لا پرمختګ او پراختیا لپاره به پر مناسبو لارو چارو غور وکړي.

په نوي کابل ښار کې ودانیزې چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به نور پانګوال هم په یاده سیمه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت