د کور او ښار جوړولو وزیر د ننګرهار ولایت د شینوارو د قومي مشرانو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۴
وزارت شهرسازی ومسکن

۲۵/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د ډکې سیمې د شینوارو د قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې لومړی د شینوارو قومي مشرانو د تورخم بازار د انتقال په اړه خبرې وکړې، ځکه چې د دوی د سیمې ځینې برخې د ښاري پلان له مخې د بازار تر ساحې لاندې راځي، هغوی خپلې عرایضې وړاندې کړې او د دې ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني وویل، چې د ځمکو د تصفیې په برخه کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په ټول هېواد کې فعالیت کوي، دا موضوع به هم هماغه کمېسیون ته وسپارل شي، او تاسې باید خپل اسناد او مدارک یاد کمېسیون ته وسپارئ.

د کور او ښار جوړلو وزیر د ښاري چارو او د ښارونو د ښه والي په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې خلک هم باید د منظم ښاري پراختیا لپاره له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي، تر څو د هغوی ژوند او اقتصاد وده او پرمختګ وکړي.

محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني همدارنګه وویل، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره هم خبرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت