د کور او ښار جوړولو وزیر د جلال اباد په رینګ روډ سیمه کې د مکروریانو له پروژې لیدنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۱:۱۳
ننګرهار رینګرود

۱۴۴۷/۶/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو څارنیزو سفرونو په لړ کې، دا ځل د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د رینګ روډ په سیمه کې د مکروریانو له پروژې لیدنه وکړه.

یاده پروژه چې په کې یو شمېر بلاکونه نیمه جوړ پاتې دي، د ښاري پراختیا په مهمو پلانونو کې حسابېږي.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغو نیمه‌کاره بلاکونو وضعیت له نږدې وڅېړه او د کار د بیا فعالولو، طرحوي ستونزو د حل او د پروژې د برخلیک او د چټک بشپړولو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د نیمه‌کاره پروژو بشپړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، ځکه چې د دې ډول پروژو پاتې کېدل د خلکو د استوګنې اړتیاوې ځنډوي او د ښار پرمختیایي بهیر اغېزمنوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د مکروریانو په څېر بنسټیزې پروژې په معیاري توګه بشپړې کړي، څو خلک له خوندي، معیاري او مناسبې سرپناه برخمن شي.

د جلال اباد ښار اړوند د مکروریان استوګنیزه پروژه د ښار د استوګنې له مهمو پروژو څخه ده، چې نیمه‌کاره بلاکونه یې نه یوازې د خلکو اړتیاوې ځنډوي، بلکې د ښار ښکلا او نظم هم اغېزمنوي.

وزارت هوډ لري چې د دغو بلاکونو کار بیا چټک شي او د خلکو لپاره د معیاري استوګنې زمینه هر څومره ژر برابره شي، چې ترڅنګ به یې د ښاري خدمتونو کچه لوړه او د خلکو ژوند اسانه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت