د کور او ښار جوړولو وزیر د بامیان ولایت له والي او ښاروال سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۷
وزیر و والی بامیان

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د دغه ولایت محترم ښاروال مولوي روزي محمد افکار او د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر امان‌الله امان سره وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

دغه کتنه، د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم د تطبیق په موخه ترسره شوه چې څنګه کېدای شي په بامیان ولایت کې هغه کورنۍ چې په غارونو کې اوسېږي، یو منظم ښارګوټی ورته جوړ او عصري ژوند پیل کړي.

د بامیان والي، د دغه ولایت د وضعیت، مهاجرینو او په مغارو کې د اوسېدونکو د ژوند په تړاو معلومات وړاندې کړل او د ښاري ژوند د وضعیت ښه کېدو په پار یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یادونه وشوه چې د بامیان ولایت په مغارو کې اوسېدونکو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه د ځمکې لېږد ترسره شوی او باید په تفصیلي پلان جوړولو یې ژر کار پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست دې ژر تر ژره د یاد ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان چمتو او د ویزه کولو لپاره دې یې وزارت ته را واستوي.

دغه راز په ناسته کې، د بامیان ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې شول چې د ښارګوټي د سړکونو د هوارولو پړاو بشپړ شوی، د استوګنې ۳۰ نمرو خط اچونه شوې ده او پر اړمنو مهاجرو کورنیو وېشل شوې دي.

د یادولو ده چې، بامیان دوه ماسټر پلانونه لري، یو ښاري ماسټر پلان او بل کلتوري ماسټر پلان او ترڅنګ یې یکه‌ولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالۍ هم پلانونه لري چې پراختیا یې چارې به یې له مخې انکشاف ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت