د کور او ښار جوړولو وزارت ۲۸ خالی بستونه اعلانوي
Publish Date
Closing Date
Location
درېیم مکروریان د کور او ښار جوړولو وزارت
د کور او ښار جوړولو وزارت د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د تېرو اعلانونو په دوام، اوس خپل (۲۸) مرکزي خالي بستونه له ۰۲/مرغومي/۱۴۰۳ څخه تر د ۱۲/مرغومي/۱۴۰۳هـ ش کال چې د ۲۰/جمادی الثانی/۱۴۴۶ څخه تر ۳۰/جمادی الثانی/۱۴۴۶ نېټې مطابق کېږي اعلانوي.
پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د PDF په بڼه چې حجم یې ترMB ۵ ډېر نه وي، دغه برېښلیک recruitment.arcsa@aop.gov.af)) ته واستوي.
همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنې فورمې د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو ریاست د استخدام آمریت څخه چې په دریم مکرویان کې د ازادي مطبعه ته مخامخ موقعیت لري ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په آنلاین او حضوري ډول دې د غوښتنې فورمې له استولو څخه ډډه وشي ترڅو په یو بست کې د فورمو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تحصیلي اسنادو، د کاري تجربې اسنادو او د تابعیت تذکرې کاپي حتمي ده.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸
د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:
https://drive.google.com/file/d/1OAgJ7Ot1J6Ue71XHzIi8bSehyD7UJkOe/view?usp=sharing
د ام اس ورډ په شکل د غوښتنلیک فورم
https://docs.google.com/document/d/1wPJEQD0JYsO5Ltq6G4SLZ6svpp_yNRis/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true
د پی ډي اف په شکل د غوښتنلیک فورم
https://drive.google.com/file/d/1GXloWsxHhf7NaZHSIo21E3mlf3J2NKUx/view?usp=sharing