د کور او ښار جوړولو وزارت کې نوې ګمارنې ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۴۰
وزارت

۱۴۴۷/۹/۱۳

په کور او ښار جوړولو وزارت کې د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو په موخه نوې ګمارنې ترسره شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د وړاندیز پر بنسټ او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د منظورۍ له مخې، ښاغلی مولوي عبدالمنان فاتح د د دغه وزارت د تدارکاتو د رئیس په توګه او ښاغلی قاري فضل الرحمن منصوري د پکتیا ولایت لپاره د نوي رئیس په توګه معرفي شول.

یاد دواړه مسؤلین د وزارت د کارکوونکو چارو د ښاغلي رئیس مولوي عبدالولي ارکاني له لوري اړوندو کارکوونکو ته په رسمي ډول وروپېژندل شول او په چارو یې پیل وکړ.

د پېژندګلوۍ په دغه مراسمو کې د نوو ټاکل شویو مسؤلینو دندو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو ته اشاره وشوه او له هغوی غوښتنه وشوه چې خپلې چارې د صداقت، شفافیت او مسلکي ژمنتیا په روحیه ترسره کړي.

دواړو نوو ګمارل شوو رئیسانو ژمنې وکړې چې ورسپارل شوې دندې به په بشپړ مسؤلیت، صداقت او ریښتینولۍ پر مخ وړي او په دغه برخه کې یې له الله ج توفیق وغوښت.

همدارنګه ټینګار وشو چې اداري اصلاحات، همغږي او د خدمتونو چټکتیا د کور او ښار جوړولو وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، چې تمه ده نوې ګمارنې به د چارو په اغېزمنتیا او د خدماتو په ښه والي کې لا مثبت بدلون راولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت