د کور او ښار جوړولو وزارت په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهالي کمپ پلان جوړ کړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۹:۳۷
picture

۱۴۴۵/۰۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ننګرهار ریاست مسؤلینو او انجنیرانو د دغه ولایت له ښاروالۍ سره په همغږۍ په تورخم کې له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د مېشت کېدو په موخه د یو لنډ مهالي پنډغالي پلان ترتیب کړ.

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، دمګړۍ په ساحه کې د یاد پلان د پلي کېدا چارې روانې دي.

تمه ده چې په دغه پنډغالي کې به له پاکستان څخه راتلونکې کورنۍ د لنډمهال لپاره مېشت او بیا به له هغه ځایه د ا.ا.ا د نورو ادارو په همکارۍ او همغږۍ خپلو سیمو ته ولېږدول شي.

دا پنډغالي په ۲۳۸.۶۳ جریب ځمکه کې جوړیږي چې ۲۰۵۰ خیمو ظرفیت سره له ټولو سهولتونو

او له دې پنډغالي څخه یو محافظوي فینس وال هم تاویږي چې د کابل ښاروالۍ له بوديجې څخه تمویلیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت له پاکستان راتلونکو کډوالو ته د هرکلي ترڅنګ هغوی ته د ارام ژوند کولو زمینې برابرولو کې هڅې پیل کړي دي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت