د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د ښاري چارو مرستیال او د ده وزارت لپاره درې نوي رئیسان معرفي شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۴:۶
انځور

۱۴۴۴/۰۵/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم شیخ مدار علي بامیاني د دغه وزار د ښاري چارو د مرستیال په توګه او محترم  حارث اختر زاده د برنامو عمومي رئیس، محترم شمس الدین بارکزی د حقوقي چارو مشاور او محترم احمد نوید افندي د املاک او اسکان د رئیس په توګه د وزارت کارکوونکو ته وروپېژاندل.

د کور  او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال او درې سره نوي رئیسان د ا.ا.ا محترم رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند د حکم پر اساس معرفي شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، نوو ګمارل شوو کسانو ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ دوی په ورسپارل شوو دندو کې د بریا هیله وکړه او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

سرپرست وزیر، عزم، تصمیم، نیت او اخلاص د ورځنیو چارو د پرمخ بیولو لپاره مهم وګڼل او نوو ګمارل شوو اشخاصو ته یې له الله (ج) د خدمت کولو د توفیق ورکړې غوښتنه وکړه.

ورپسې د چارو ادارې محترم مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني، په ښاري چارو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي مرستیال د تقرر په موخه د ریاسة الوزرا حکم ولوست او زیاته یې  کړه، چې دنده امتیاز نه، بلکې ستر مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه ترسره شي.

د معرفي غونډې په دوام، قومي مشر او د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوال محترم محمد نسیم خیبر شکن خبرې وکړې او د ا.ا.ا له مشرانو یې مننه وکړه، چې ملي یووالي ته کار کوي او هڅې یې پیل کړي، چې د حکومت په اډانه کې د هر قوم او سمت وړ اشخاصو ته ځای ورکړي.

دغه راز په یاده غونډه کې د اهل تشیع د عمومي ستونزو د حل کمېسیون مرستیال محترم محمد حسین شریفي وینا وکړه، چې په یوه نظام کې عدالت مهمه خبره ده او باید ټول مسؤلین دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي بامیاني ګډونوالو ته په وینا کې د ا.ا.ا له مشرتابه مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او دغه مسؤلیت یې ورته وسپاره، او ژمنه یې وکړه چې په بشپړ اخلاص او پوره امانت دارۍ به ورسپارل شوې دنده پر مخ وړي او ځان یوازې د یو قوم پورې نه محدود کوي، بلکې ځان د ټول ملت مأمور ګڼي.د غونډي په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي عبدالاحد حقاني، د دعائیې ترڅنګ د ښئ حکومتولۍ، امانتدارۍ، اخلاص او مسؤلیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ټول یې اخروي عواقبو ته متوجه کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت