د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۵۷
picture

۱۴۴۴/۰۵/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر بهارت کمار او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني یادونه وکړه، چې په تېر کې د هند حکومت افغانستان کې یو شمېر پروژې پلې کړي، چې ځینې یې بشړې شوي، خو لګښت یې نه دی ورکړل شوی، ځینې نیمه کاره پاتې دي او ځینې نورې بیا پلان شوې وې، چې لا هم نه دي پلې شوي.

غوښتنه دا وه، چې د هند حکومت دې په افغانستان کې د یادو پروژو د برخلیک معلومولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

سرپرست وزیر د خپلو خبر په دوام یادونه وکړه، چې هندي پانګوال دې راشي افغانستان کې دې د ښاري سکتور او مسکن برخه په ځانګړې توګه کابل جدید ښارګوټي پروژه کې پانګونه وکړي.

دغه راز په یاده کتنه کې محترم مولوي حمدالله نعماني غوښتنه وکړه، چې د هند حکومت دې د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې او د ماسټرۍ او دوکترا په کچه تحصیلي بورسونو برخه کې سکالرشیپونه چمتو کړي.

د کتنې په ترڅ کې په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر بهارت کمار وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت دې په افغانستان کې د هند حکومت اړوند ټولو پروژو لیست له دوی سره شریک کړي، چې دوی به یې د خپل حکومت سره په اړه خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې شته ستونزې حل او پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بهارت کمار زیاته کړه، د کابل جدید ښارګوټي پروژه کې د پانګونې په موخه به لا زیات جزیات ترلاسه او په اړه به یې د هندي پانګوالو سره د پانګونې په موخه خبرې وکړي.

د ظرفیت لوړونې برخه کې د هند سفارت د شارژدافیر خبره دا وه، چې اوسمهال د ویزو ورکولو ستونزه ده او دوی د یو شمېر پر کرښه لنډمهاله زده کړو په موخه ځینې لینکونه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت کولی شي، ګټه ترې واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت