د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست له یو شمیر هېوادوالو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۴۳
مراجعین

19/3/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د څو ولایتونو له اوسېدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

راغلو کسانو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست مننه وکړه، چې دوی ته یې وخت ور کړ او د خپلو سیمو او د خپلو ښارونو د حالاتو په اړه یې وزیر ته معلومات ور کړل، چې د ستونزو د حل برخه کې یې د حل او همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرپرست وزیر محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، له خپلو هېوادوالو سره د خدمت کولو په موخه ګوري او په خبره یې د دې وزارت مسؤلین د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

 ښاغلي وزیر راغلو کسانو ته د دوی د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ښار په خوشحال خان کې د شیخ علي بن عبدالله جاسم آل ثانی  ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۵

ښاري تخلفاتو ته د رسیدنې او د پروژو د تطبیق عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې په خوشحال خان سیمه کې د شیخ علی بن عبدالله جاسم آل ثانی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه  څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۵

د ښاري نظم د تأمین او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه، د ښاري تخلفاتو ته د رسیدنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د مرکز ښرنې په بازار کې د غزني پر مسیر ساحوي څارنه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۵

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت