د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د کابل له والي سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۳:۴۳
picture

‍۱۴۴۴/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل له محترم والي شیخ محمد قاسم خالد، د کابل ولایت د جنایي تحقیقاتو محترم رئیس او مل پلاوي سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني چارو، مسکن او زونونو د پراختیا مرستیال محترم مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت ځینو رئیسانو هم ګډون درلود، چې د کابل جدید ښار پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د ناستې پر دوام، د کابل جدید ښار د عملي چارو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او حل لارو خبرې وشوې.

په ټوله کې د ناستې موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د کابل جدید ښار رغنیزې چارې ګړندۍ شي او پر وړاندې یې شته خنډونه له منځه یوړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاغلي سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل جدید ښار پروژه یوه ستره ملي پروژه یاده کړه، چې په وینا یې ټولې چارې یې باید د پلان مطابق پر مخ یوړل شي او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې د پلان خلاف او د پلان د پلې کېدا مخنیوی وکړي.

_______

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت