د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لاسته راوړنې له ولس سره شریکې کړې

۱۴۴۷/۱/۲۴
د حکومت د رسنیو په مرکز کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو، چې په دې کنفرانس کې د وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د وزارت محترم مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني او د مسکن، ودانیزو چارو او د برانامو د پراختیا معینیت محترم سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین، رئیس صاحبانو او د رسنیو ګڼ شمېر استازو ګډون کړی و.
په دغه کنفرانس کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د "نوي کابل ښار" د پرمختیا په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه، چې د نوي کابل ښار د جوړېدو چارې په مشخص پلان، روښانه لیدلوري، او قانوني شفافیت سره پر مخ روانې دي.
محترم سرپرست وزیر وویل، د نوي کابل ښار د بنسټیزو زیربناوو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي، د ښار عمومي نقشه، د سړکونو او خدماتي شبکو ابتدایي ډیزاینونه بشپړ شوي، او د ځمکو د حقوقي ستونزو د حل لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي، نوموړي وویل، موږ هڅه کوو چې د سیمې په کچه د دې ستر ملي ښار د جوړېدو چارې د تخنیکي معیارونو پر بنسټ چټکې کړو، څو خلک ژر تر ژره له معیاري ښاري خدماتو برخمن شي.
محترم سرپرست وزیر زیاته کړه، وزارت د نوې ښاري سیمې پراختیا د دوامداره پرمختګ، اقتصادي زونونو، او عصري ژوند د رامنځته کولو په موخه، له اړوندو ادارو سره همغږي لري، او دغه پروژه به نه یوازې د کابل ښاري پراخوالی تنظیم کړي، بلکې د خلکو د استوګنې، کار او خدماتو لپاره نوي فرصتونه هم برابر کړي.
ورپسې د وزارت محترم مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې وزارت د ښاري پراختیا، قانونمند مدیریت او اصلاحاتو په موخه ګڼ بنسټیز ګامونه اخیستي دي.
محترم معین زیاته کړه، وزارت د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړ کړي، چې د یو شمېر ښارګوټو د فعالېدو ترڅنګ، د ۸۷ زره مستحقو کورنیو اسناد د اسکان دایمي کمېټې ته سپارل شوي دي.
ښاغلي خروټي زیاته کړه، وزارت د ۲۳۱ زره جریبه ځمکې سروې کړې، ۲۸۷ پراختیایي ساحې (صنعتي پارکونه، دولتي ودانۍ، روغتیايي مراکز او نور) یې توپوګرافی سروې کړي، د ۳۸۷ پروژو د تطبیق څارنه یې کړې او له ۳۸۲۶ غیرقانوني ودانیو یې مخنیوی کړی دی.
ورپسې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې وزارت د تېر کال په ترڅ کې د ۵۲ ښارونو لپاره تفصیلي، اصلاحي او بیا رغنیز پلانونه ترتیب کړي دي، د کابل ښار د سړکونو شبکه یي پلان نهایي شوی او د تطبیق لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوی دی، نوموړي وویل، د تاریخي ښارونو د تخنیکي سروې ترڅنګ، له یونسکو او آقاخان بنسټ سره ګډ تخنیکي کار دوام لري.
همداراز، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې وزارت د نوي کابل ښار، اقتصادي زونونو، ترمینلونو، او طبي کمپلکسونو لپاره مشخصې ځمکې ځانګړې کړې دي، نوموړي وویل زموږ هدف دا دی چې ښاري پراختیا باید د نظم، دوامدار پرمختګ او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر محور متمرکزه وي.
په پای کې یادونه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره هم پراخ ستراتیژیک پلانونه لري، چې پکې د قطري ښارګوټي دویم فاز، د نیله باغ پروژه، د نوي کابل ښار پرمختیا، او د ګڼ شمېر ولایتونو لپاره د نویو ښارګوټو جوړول شامل دي.