د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي پلاوي په کونړ کې د دغه ولایت له محترم والي سره ولیدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱۲
کونړ والی

۱۴۴۷/۸/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم رئیس انجنیر احمد شهاب لېوال په مشرۍ تللي تخنیکي ټیم په کونړ ولایت کې د دغه ولایت له محترم والي او محترم ښاروال سره لیدنه وکړه.

تخنیکي پلاوي د کونړ ولایت له محترم والي الحاج مولوي قدرت‌الله ابوحمزه او همدارنګه د کونړ ولایت له ښاروال محترم مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او په ځینو ښاري موضوعاتو یې سره خبرې وکړې.

د دغې لیدنې موخه، په اړوندو برخو کې د همکارۍ د لا پیاوړتیا، د ښاري سرغړونو د مدیریتونو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ رامنځته کول او د ښاري اصولو او مقرراتو د ښه تطبیق لپاره د لا مناسبې زمینې برابرول و.

د لیدنې په پیل کې د کونړ ولایت محترم والي د تخنیکي پلاوي له سفر او هڅو مننه وکړه او د ښاري سرغړونو د ټیم له کړنو او هڅو یې خوښي هم څرګنده کړه.

ښاغلي والي د ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

دغه ارز، د کونړ ولایت محترم ښاروال هم د هرکلي او مننې ترڅنګ، د ادارو ترمنځ پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او د کونړ ښار لپاره یې د هر اړخیزو تفصیلي پلانونو د ترتیب او طرحې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت