د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبري هیئت ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۳۵
picture

1444/08/27

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبري هیئت ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د محترمو رئیسانو او امرینو په ګډون وشوه.

په دې ناسته کې پر بېلا بېلو تخنیکي او اداري موضوعاتو خبرې وشوې او د چارو د لا اسانتیا په موخه نظرونه تبادله شول.

دغه راز په ناسته کې د ریاستونو او امریتونو پر وړاندې د ځینو ستونزو یادونه وشوه او د حل لارې چارې یې په ګوته شوې.

د پروژو د برخلیک معلومولو، برنامو او د کار کوونکو د کلیدي بستونو د استخدام پر څرنکوالي هم خبرې وشوې.

د ناستې په ترڅ کې د ویزه شویو پلانونو تعقیب او د کور او ښار جوړولو وزارت د 1402 هـ ش کال پلان و چې پرې بحث او نظرونه تبادله شول.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په دې وزارت کې د شته ستونزو او ننګونو په حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د چارو د لا ښه والي او چټکتیا په موخه دې کارکونکو ته اسانتیا او د اړتیا وړ وسایل برابر شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز کې د استنادي دیوالونو د پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د شاحسن ‌خېل او مغلیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۶
Background image

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې کړې.

یاد پلان د ۴۸۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت