د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

org_admin
اطلاعیه

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د ایوګار کالپ ساختماني شرکت له لوري تطبیق کېږي، د نوو او پخوانیو مشتریانو لپاره ځانګړی تخفیف وړاندې کوي:

۱ – هغه مخکیني مشتریان چې قسطونه پرې پاتې دي او یا هغه نوي مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته که په لومړۍ میاشت کې پاتې قسطونه تحویل کړي او یا خریداري وکړي، له څوارلس ۱۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۲ – هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په دوهمه میاشت کې قسطونه تحویل کړي او یا نوي خریداري وکړي، له نهه ۹ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

۳ – او هغه نوي یا پخواني مشتریان چې د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته په درېیمه میاشت کې خریداري وکړي او یا پاتې قسطونه تحویل کړي، له څلور ۴ سلنې تخفیف څخه برخمن کېږي.

بناءً د دغې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، خپل قسطونه تحویل کړي او نوي کسان دې خریداري وکړي او له پورته ذکر شوي تخفیف څخه دې برخمن شي.

د تخفیف موده کمه ده او تر درې میاشتو دوام کوي.

البته هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي، د دې خبرتیا له خپرېدا وروسته دې تر څلورو میاشتو خپل پاتې قسطونه تحویل کړي او د نه تحویلۍ په صورت کې راتلونکی مکلفیت هغه ته متوجه دی او بیا د شکایت حق هم نه لري.

1404/7/27   -----     1447/4/26

 

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه خبرتیا!

د کور او ښار جوړولو وزارت د شیخ زاید ښارګوټي د هغو اپارتمانونو مالکانو ته خبر ورکوي، چې په خپل وخت یې پنځوس سلنه قسطونه نه دي تحویل کړي او د استرداد تر حکم لاندې راغلي دي، چې د یادو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د شيخ زايد ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه وضاحت!

۱۴۴۸/۵/۱۰

د شيخ زايد ښارګوټي (١١١) بلاكونه، (٣٣٣٠) اپارتمانونو د تمویل موضوع په ١٣٩٢ كال کې بشپړه شوه، چې د ١٣٩٣/١/٣١ نېټه د پخوانۍ ادارې د ولسمشر په حكم او د جوړې شوې شرطپاڼې پر اساس . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه ترمیماتی هنگرها برای دفاتر کاری داخل محوطه بنائی

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا پروژه ترمیماتی هنگرها برای دفاتر کاری داخل محوطه بنائی دارای کود تدارکاتی MUDH/1405/NCB/W-2799 را . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت