د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۵۲
.

26/1/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د یادې هوکړې موخه دا ده ، چې د هېواد په کچه د پوهنتونونو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي، تجربې شریکې شي، په علمي څېړنو کې د دواړو وزارتونو له تخنیکي امکاناتو څخه سالمه ګټه پورته شي، په علمي او لویو رغنیزو ښاري او مسکن پروژو کې د استادانو او انجنیرانو له ظرفیتونو ګټه پورته شي، ظرفیت لوړونه وشي، او هغه برخې چې په عملي لحاظ ستونزمنې وي په ګډه ورته حل لارې پیدا شي.

په دغه مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یاده هوکړه ګټوره وبلله او یادونه یې وکړه چې باید د ټول هېواد په کچه عملي شي.

ښاغلي نعماني وویل، د سکتوري او علمي ادارو ترمنځ نه همغږي او یا کمزورې همغږي لامل شوې چې په افغانستان کې بې کیفیته او بې معیاره رغنیزې چارې وده او پراختیا پیدا کړي.

د نوموړي په خبره، اوس د کور او ښار جوړولو وزارت او نورې اړوندې ادارې بشپړه همغږي پیدا کوي او متوجه دي چې په راتلونکي کې په ګډه کار وکړي، تر څو هېوادوالو ته باکیفیته او معیاري ښارونه او سرپناه برابره شي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم وویل، وزارت یې د نورو اړوندو ادارو سره ورته هوکړه لیکونه لري او دوام ورکوي، چې په وینا یې له مخې به یې چارې معیاري او د وخت اړتیاوو ته جواب ووایي.

د دواړو وزارتونو ترمنځ د هوکړې لاسلیک په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ او پلان محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او دغه راز د کابل پوهنتون رئیس محترم دوکتور اسامه عزیز، د کابل پلتخنیک محترم رئیس انجنیر عبدالرشید اقبال خبرې وکړې، چې په وینا یې پوهنتونونو کې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې مهمې دي او د ورته هوکړو پر اغېزو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

 

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت