د کور او ښار جوړولو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۷
mudh

۱۴۴۶/۷/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشر محترم مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په دغه ناسته کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس مولوي شهامت د یادې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، د ځوانانو لپاره یې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې، هڅه کوي چې د بازار د غوښتنې په اساس مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر وغوښتل چې، له دغې ادارې فارغ شوو زده کوونکو ته په کور او ښار جوړولو وزارت کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي وزارت دی چې، تر دې دمه په کې خلک د رشتې او وړتیا پر اساس د ازادو سیالیو له لارې په دندو ګمارل شوي چې، دا لړۍ دوام لري.

تصمیم ونیول شو چې، له دواړو خواو دې یوه ګډه کمېټه جوړه او د تازه فارغ شوو کسانو د جذب لپاره دې طرحه او برنامه جوړه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت