د کور او ښار جوړولو وزارت اطلاعیه!
د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو مخکینیو د (NTA) قرار دادي کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې ژر تر ژره دې د خپلو حسابونو د تصفیې، د جنسونو او د اسنادو د تسلیمۍ په موخه د (۱۴۴۴/۰۵/۲۰) مې نېټې د یاد وزارت اداري ریاست ته مراجعه وکړي، او ورکړل شوي امانتونه دې تسلیم کړي.
د سرغړونې په صورت کې له قانوني لارو چارو کار اخیستل کېږي او هغه کسان چې له هېواده بهر دي، ضمانت کوونکي یې جلب کېږی، چې بیا څوک د شکایت کولو حق نه لري.