د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته تېره ورځ شنبه (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳۸
مهجرین

۱۴۴۷/۱۱/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د روانې ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه په اوو ولایتونو کې (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۱۲) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، اروزګان کې (۹۸) کورنیو ته، زابل کې (۱۵۰) کورنیو ته، لوګر کې (۲۴۶) کورنیو ته، میدان وردګو کې (۱۲۰) کورنیو ته، هلمند کې (۸۲) کورنیو ته او په غزني ولایت کې (۱۳۱) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، وایي، دا چاره یې ځکه ګړندۍ کړې، څو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.

ښاغلی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د یاد پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول او د ژوند د ښه چاپېریال برابرول دي.

دا یوازې هغه شمېرې دې چې تېره ورځ شنبه (۱۱۳۹) نمرې وېشل شوې دي، اما په ټوله کې تر دې دمه (٢٧٢٧٧) استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د ځمکو وېش به د منظور شوو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت