د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د اغا خان موسسې د مسکن د برخې له استازو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۲۸
انځور

1444/06/18 د اغا خان موسسې د مسکن د برخې استازو د کور او ښار جوړولو د محترم سر پرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره د لیدو پر مهال د دې موسسې د مرستو، په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو سره د کورونو د جوړولو په اړه مالومات ور کړل. د دې موسسې استازو د کور او ښار جوړولو وزارت د همکارۍ نه مننه وکړه زیاته یې کړه چې په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د دې موسسې لخوا دایمي کورونو او سړکونو په ترمیم کې عملي کارونه شروع شوي دي. د دې موسسې استازو وویل چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مرسته خوست ولایت کې 300 بابه دایمي کورونه جوړوي چې 50 سلنه چارې یې مخته تللي دي. همدارنګه د اغا موسسې د مسکن د برخې استازو د کابل په دریمه ناحیه کې د ټولنیزو او اقصتادي مطالعاتو په اړه چې د متخصصینو لخوا مخته وړل کیږي هم معلومات ور کړل. د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر د اغا خان بنسټ له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه زیاته یې کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت په خوست، پکتیکا او نورو ولایتونو کې د اغا خان بنسټ د پروژو له تطبیق ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت