د کور او ښار جوړولو د وزیر په مشرۍ په ننګرهار کې د اسکان دایمي ولایتي کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۳
ننګرهار

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ د ننګرهار ولایت د اسکان دایمي ولایتي کمېټې ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ننګرهار محترم والي مولوي محمد نعیم اخوند ، د کډوالو چارو، ښار جوړولو، کرنې، عدلیې او نورو اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

د غونډې اساسي موخه دا وه چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش بهیر چټک، شفاف او منظم شي، څو مستحقو کسانو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

په ناسته کې د ځمکو د تثبیت، سروې، د مستحقینو د پېژندنې، او د وېش د بهیر د مدیریت پر میکانېزمونو تفصیلي بحث وشو. همداراز ټینګار وشو چې ټولې چارې دې د واضح طرزالعملونو له مخې، له هر ډول ځنډ ، او د عامه باور د جلب په موخه پر مخ یووړل شي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مهاجرینو د اسکان موضوع یو لومړیتوب دی، چې باید په ګډه او مسؤلانه توګه عملي شي.

د اسکان دایمي ولایتي کمېټې د دې لپاره جوړې شوې دي چې د راستنېدونکو کډوالو د اسکان چارې منظمې، همغږې او چټکې کړي. دغه کمېټې په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ له لارې هڅه کوي څو د ځمکو د وېش، زیربناوو برابرولو او خدماتو وړاندې کولو بهیر معیاري او شفاف پر مخ ولاړ شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت