د کور او ښار جوړولو  وزارت د تخنیکي بورد ناسته تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۵:۳۵
تت

1444/04/27
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي بورد ناسته د محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د رئیسانو، امرینو او د پروژو د مسؤلینو په شتون کې د دې وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دې تخنیکي غونډه کې د هوکړه لیکونو، د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو د راټولولو د فیصدۍ په اړه د عمر ګلستان ښار ګوټي، د څلورم مکروریانو د B1، B2  او په ده سبز کې د 20 زره واحده استوګنیزه پیروزي ښار ګوټي په اړه خبرې وشوې او د دې پروژې مسؤلینو د عوایدو د څرنکوالي او را ټولولو په اړه هم معلومات ور کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د شته ستونزو د حل په موخه او د دې وزارت د عوایدو د راټولولو لپاره د ریاستونو او پروژو له مسؤلینو یوه کمیټه جوړه کړه تر څو موضوع  دقیق بررسي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت