د کور اوښار جوړولو وزارت کارکوونکو ته د زده کړیزو اړتیا سنجولو پروسه پیل شوه
۱۴۴۵/۲/۱۸
د چارو ادارې تر چتر لاندې د ملکي خدمتونو انسټېتوت په کور او ښار جوړولو وزارت کې د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی ښوونیز پروګرام پیل کړ.
په دغه پروګرام کې کار کوونکو ته ورښودل کېږي، چې څنګه کېږي د پوهې کچې لوړولو برخه کې اړتیا درک او د ترلاسه کولو په موخه یې اقدام وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د ملکي خدمتونو د انسټیتوت له محترم ریس مولوي عبدالرحیم احسان او راغلي هیئت مننه وکړه، او زیاته یې کړه، افغانان غوره او عالي خدماتو ته اړتیا لري چې باید ترسره شي.
دغه راز د ملکي خدمتونو د انسټیتوت محترم ریس مولوي عبدالرحیم احسان وویل، د ملکي خدمتونو انسټیتوت د پوهې کچې د لوړوالي، مهارتونو زده کړې، اداري مطلوب چلند، ښې وړتیا او د خدمتونو د پراختیا په برخه کې زده کړې ورکوي.
تمه ده، چې د دې زده کړیز پروګرام ترسره کېدو سره به په کاري چاپېریال کې د وزارت د کارکوونکو علمي او تجربوي کچه لوړه، د نویو مدیریتي تغیراتو سره به اشنا او د غوره خدماتو په وړاندې کولو سره به بلدتیا پیدا کړي.
دا چاره به وکولی شي، چې کارکوونکي وهڅېږي او خپلې ورځنۍ چارې په ښه شکل مدیریت کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.