د کور  او ښار جوړولو وزیر د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۲۹
عکس

۱۴۴۵/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزر شیخ حمدالله نعماني او د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي، د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو او استازو سره وکتل او د تأمیناتو، تضمیناتو او مقروضیتونو د ورکړې او دغه راز د نیمه کاره پاتې پروژو د برخلیک معلومولو په اړه یې خبرې وکړې.

د ساختماني شرکتونو مسؤلینو او استازو غوښتنه وکړه چې تأمینات، تضمینات او مقروضیتونه دې ورکړل شي او د نیمه کاره پروژو برخلیک دې معلوم شي.

په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د دغه وزارت په پروژو کې د شامل ساختماني شرکتونو په ستونزو خبر دی او هڅې یې روانې کړي چې ژر تر ژره ستونزې حل شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د ساختماني شرکتونو د ستونزو د حل په موخه یې ځانګړې کمېټه ګمارلې، د ټولو پروژو معلومات یې بشپړ کړي او په لنډ وخت کې به یو ټاکلی هیئت ولایتونو ته واستوي، تر څو له پروژو څخه حضوري راپور ترتیب او له مقام سره شریک کړي.

نوموړي تمه وښوده چې دغه چاره به په لنډ وخت کې سرته ورسېږي او تمه لري چې سږ کال به د تأمیناتو، تضمیناتو، مقروضیتونو او د نیمه کاره پروژو د برخلیک برخه کې شته ستونزه تر یو بریده هواره کړي.

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، د ساختماني شرکتونو غږ یې د ستونزو د حل په موخه د مالیې محترم وزارت سربېره تر ریاسة الوزرا او د امیرالمؤمنین حفظه الله تر دفتره رسولی او راغلو کسانو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د امکاناتو په صورت کې د ساختماني شرکتونو ستونزې ور حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت