د کندهار دامان ولسوالۍ کې د استوګنیز ښارګوټي له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۷
کندهار

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د استوګنیز ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، دمګړۍ په یاد ښارګوټي کې د سړک جوړولو، پلچکانو، د محافظينو د اطاق پلاستر کول، پايپ غځول، او نورې ودانیزې چارې دوام لري.

نوموړی وایي،په یاد ښارګوټي کې د برمې لپاره د لمریزې هندارې د نصب چوکاټ ډېر لوړ درول شوی و، چې په خبره یې د باد په مهال د لوېدو امکان یې درلود او دوی لارښوونه وکړه، چې پایې یې په مناسب لوړوالي کې نصب شي.

نوموړی زیاتوي، مسؤلو کسانو ته لازمې لارښوونې وشوې، چې د لمریزو هندارو او نورو چارو د ترسره کولو لپاره دې په مشوره چارې پرمخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د ښارګوټو جوړولو په مهال ټولې برخې معیاري او باکیفیته سرته ورسېږي او په راتلونکي کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ونه ګرځي

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۷
Background image

د کندهار دامان ولسوالۍ کې د استوګنیز ښارګوټي له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۵۳
Background image

کابل کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی وشو

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د کابل په اولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۱:۳۱
Background image

سمنګان ولایت کې د یو سړک د غیر معیاري جوړېدو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د ایبک ښار کې یې د یوې پروژې له چارو څارنه کړې، چې د غیر معیاري چارو مخنیوی یې کړی دی.

ښاغلی. . .

BACK TO NEWS