د کندز په کابل بندر کې د پلان خلاف ودانیو مخه ونیول شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۳۷
کندز کابل بندر

۱۴۴۷/۸/۶

د کندز ولايت د کور او ښارجوړولو رياست د ښاري تخلفاتو ټيم د ياد ولايت د کابل بندر په سيمه کې د نظارت پر مهال دوه سوداګریز مارکېټونه وموندل چې د ښاري پلان خلاف په اساسي ډول د جوړېدو په حال کې وو. د معلوماتو له مخې، دغه سيمه د ښاري ماسټر پلان له مخې شنه ساحه ټاکل شوې ده.

د ښاري تخلفاتو ټيم د يادې سرغړونې د مخنيوي په موخه د دغو ودانیزو پروژو چارې ودرولې او اړوندو مسؤلينو ته يې جدي سپارښتنه وکړه چې خپل فعاليتونه ژر تر ژره د ښاري پلان او نافذه قوانينو په چوکاټ کې عيار کړي.

مسؤلين ټينګار کوي چې د ښاري پلان پلي کول، د شنو ساحو ساتنه او د ناقانونه ودانيو مخنيوی د ښار د منظم پرمختګ، چاپېريال ساتنې او د خلکو د هوسا ژوند لپاره مهم دي، او د دې برخې له قوانينو څخه سرغړونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

د کندز ولايت د کور او ښارجوړولو رياست د ښاري تخلفاتو ټيم په دوامدار ډول د ښار بېلابېلې سيمې تر نظارت لاندې نيسي تر څو د ناقانونه ودانيو، د شنو ساحو د له منځه وړلو او د ښاري پلان د سرغړونو مخه ونيسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت