د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د یو جومات رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۴۹
کندز

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ په چاري اباد کلي کې د ۱۰۰۰ کسانو په ظرفیت د یو جومات رغنیزې چارې ۲۵ سلنه بشپړې کړي دي.

دا جومات په ۶۳۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۳۴ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په اقینې بندر کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د آقینې بندر په سیمه کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت