د کندز په قلعهزال ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړوه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په مرسته د کندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نورجهان ۱۲ صنفي ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۵ ميليونه ۴۹۲ زره افغانيو د يو کال په موده کې ورغول شوه.