د کندز ولایت د مرکز د دریو ناحیو لپاره د سمون پلان منظور شو
۱۴۴۵/۲/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کندز ولایت د مرکز د لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیې لپاره د سمون پلان منظور کړ.
د کندز په مرکز کې د لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیې د سمون پلان تطبیق به د خلکو د هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت ګام وي.
د یادولو ده، چې د سمون پلانونه په غیري پلاني او نا منظمو سیمو کې د جوړو شوو ودانیو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.