د کاپیسا ولایت د مقام نوي ودانیز تعمیر چارې له درې کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۹:۴۶
کاپیسا

۱۴۴/۱۱/۲۱

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې پاملرنه او د کاپیسا ولایت د مقام د هڅو په پایله کې، د دې ولایت د مقام د نوې درې پوړېزې ودانۍ د جوړولو چارې، له درې کلن ځنډ وروسته، رسماً بیا پیل شوې.

کاپیسا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مرتضی صافی وایې، د یادې پروژې چارې چې د تېرې شل کلنې دورې په مهال پیل او په هماغه مهال بېرته ځنډېدلې وې، چې اوس یې بیا چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم له مخې، بیا پیل شوې.

ښاغلی مولوي مرتضی صافی د پروژې د تخنیکي مسؤولینو له قوله وایي، دا درې پوړیزه ودانۍ به درې لوی تالارونه، ۳۰ معیاري اداري خونې او ټول اړوند ملحقات ولري.

د معلوماتو له مخې، د ودانۍ ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه، ۵۰۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ دی، چې د اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

نوموړی وایې، د دې ودانۍ له بشپړېدو سره به د ولایت مقام لپاره یو معیاري، مجهز او با وقاره اداري مرکز برابر شي، چې هم به د ادارو  چارې چټکې شي او هم به د خلکو خدمت‌رسونې ته نوی روح ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت