د کاپيسا اداري کمپلکس د احاطوي دېوال او د محافظتي برجونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۱:۵۲
کاپيسا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کاپيسا ولايت اداري کمپلکس د احاطې ديوال او محافظتي برجونو د جوړېدو چارې بشپړې کړې.

 د دې ودانۍ د احاطې ديوال ۳۰۰۰ متره اوږدوالي لري چې له محافظتي ديوال سره يو ځای پرې ۳۶ ميلیونه ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی.

ياد لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌ انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي. کاپيسا ولايت کې د دې اداري کمپلکس په جوړېدو سره به ټولو کارکوونکو ته د کار مناسب چاپېريال برابر او له دې لارې به خلک خدماتو ته په اسانه، چټک او شفاف ډول لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۲۱
Background image

د ارزګان ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د ریاست مقام په لارښوونه، د دغه ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سپټیک څاه د سلب د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د مرافعې محکمې د انګړ د پلې لارو د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې

1448/6/7

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې د انګړ دننه د پلې لارو د جوړولو او کانکریټ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د ارزګان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له ساحې تخنیکي لیدنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۷

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو پروژې د پرمختګ په موخه د اړوندو ادارو د مسلکي انجنیرانو ګډ پلاوي له یادې پروژې څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت