د کار کوونکو چارو د تنظیم او د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۵
mudh

۱۴۴۶/۰۷/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر ریاستونو مسؤلینو برخه اخیستې وه، چې په کې د کار کوونکو چارو د تنظیم او د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحثونه وشول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو پر وخت حاضرېدل، د رسمي ورځې په منځ کې وتل، څرنګوالی، په سمه او احسنه توګه د دندو ترسره کول او داسې نور موارد هغه ټکي وو،چې په دغه ناسته کې پرې هر اړخیزې خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل چې، څه ډول کېدای شي چارې مدیریت او کنټرول کړي.

موخه دا وه چې، اصول او نظم مراعات شي، اسانتایوې رامنځته شي، رسمي چارې په خپل وخت ترسره او په کې د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري او مسؤلین هڅه کوي چې په چارو کې لا زیات شفافیت، صداقت او اغېزمنتیا ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت