د کارونو د لا ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۲:۳۴
وزارت شهرسازی

۱۴۴۶/۳/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د دې وزارت مالي او اداري رئیسانو او امرینو د کارونو د لا ښه والي په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو استازو د خپلو فعالیتونو، د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو د حل په موخه یې ځیني وړاندیزونه وکړل.

په دې ناسته کې یادونه وشوه چې د مالیې وزارت لخوا د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره بودیجه ځانګړې شوې چې په دې سره به په ټول هېواد کې نیمګړو پروژو ته رسیدنه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال د مالي او اداري رئیسانو او امرینو څخه وغوښتل تر څو کارونه د خنډ او ځنډ پرته د قانون په چوکاټ کې تر سره کړي تر څو شته ستونزې حل او په کارونو کې چکټیا را شي.

ښاغلي خروټي د خبرو په دوام وویل د وزارت په ترانسپورټي برخه کې دې اسانتیاوې را منځته شي تر څو د وزارت ټولو کارونو ته په وخت رسیدنه وشي.

همداراز ښاغلي خروټي د ټولو رئیسانو څخه وغوښتل چې د خپلو کارکوونکو سره په مهربانۍ سره چلند وکړي او کارونه دې په همغږۍ او صداقت سره  تر سره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت