د کابل ښار په پنځه لسمه ناحیه کې ۱۳۲۵ ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۹:۲۸
کابل

د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام، په دې وروستیو کې د کابل ښار په پنځه لسمه ناحیه کې ۱۳۲۵ د ملکیت سندونه غیر رسمي کورونو ته توزیع شول.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل ښار په ځینو ناحیو کې ښاري تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۴۳
Background image

په تورخم ښاروالۍ کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ په ډکي ساحه کې د مامورینو د استوګنیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

میدان وردګ ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي کې تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په میدان وردګو ولایت کې د کوچيانو له ښارګوټي څخه. . .

BACK TO NEWS