د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۰
لسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله او تایمني سیمو له یو شمېر ساختماني پروژو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ارزونې پر مهال هغه پروژې وڅېړل شوې چې پکې د ښاري اصولو د احتمالي سرغړونې، د غیرقانوني کړکیو د جوړولو او یا هم د ګاونډیانو د حریم د نقض نښې موجودې وې.

په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل رسمي اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو د دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، په ساحه کې ساختماني چارې په عادي ډول روانې دي او تخنیکي ټیمونه د قانوني او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوامداره څارنه ترسره کوي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ښاري بې ‌نظمۍ راکمولو، د ګاونډیانو د حقوقو او شخصي حریم ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت