د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د کانالیزاسیون د رغنیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۵۸
ناحیه دوم

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د محمدجان خان سړک پر غاړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون د رغنیزو چارو له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو او د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې په ساحه کې روان تخنیکي فعالیتونه له نږدې وکتل شول.

 د څارنې پر مهال د تشنابونو په کف کې د سیخ پرته کانکریټ اچول، د دیوالونو او کف لپاره د ایزوګام نصبول او د فاضله اوبو پایپونو ړ نښلولو چارې روانې وې چې ترې څارنه وشوه.

یاده پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تمویلېږي، چې په ۱۴۰۴ کال کې یې قرارداد شوی او دا مهال شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د څارنې په ترڅ کې د تطبیقوونکي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.

د رغنیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د عامه تاسیساتو د دوامدارې ګټې اخیستنې لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت