د کابل ښار پر پراختیايي پلان هر اړ خیز بحث وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۵:۲۳
.

۱۴۴۶/۳/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښار پر پراختیایي پلان ګډې کمیټې ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کابل د محترمې ښاروالۍ مرستیال، د اوبو رسونې او د چاپیریال ساتنې ادارې محترمو استازو هم ګډون در لود.

په دې ناسته کې د کابل ښار پر پراختیایي پلان چې د ساساکي لخوا تیرتیب شوي و بحث او نظرونه شریک شول چې تر دې مخکې هم په دې اړه څو جلسې شوي او په بیلابیلو برخو نظرونه شریک شوي ول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د کابل ښار اوسني پراختیایي پلان باید د ښار اوسني ستونزې حل کړي او د کابل ښار لپاره یو واضیح پلان وي.

په دې ناسته کې د کابل ښار لپاره په پراختیایي پلان کې شته ستونزې په ګوته او حل شوې او پریکړه وشوه چې یاد پراختیایي پلان به د ا.ا.ا د ریاست الورزا محترم عالي مقام ته وړاندې شي تر څو له منظورۍ وروسته د تطبیق لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت