د کابل ښار د یوې څنډې د برېښنا شبکو څخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۹
نهمه ناحیه

۱۴۴۷/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار نهمې ناحیې د یوې برخې د برېښنا شبکو له وضعیت ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، اړوند ټیم یې د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند د بنایي سرګروپیت پورې اړوند د دولسم جنکشن د برېښنا شبکې له پلانونو تخنیکي څارنه وکړه.

نوموړی وایي، په دې تخنیکي لیدنه کې، په بنایي کې د برېښنا څلور برجه، د قلعه وزیر برېښنا برج، د قابل‌بای لومړی تقویتي برج، د قابل‌بای دویم تقویتي برج، د قابل‌بای لومړی برېښنا برج او د قابل‌بای دویم د برېښنا برج، شامل وو.

هغه وایي، د نظارت په مهال، پلاوي ټول شپږ (۶) موارد تخلفات په نښه شول.

له ترانسفارمر سټېشنونو څخه تر مشترکینو پورې د ۴۰۰ ولټه کېبلونو غځولو واټن د نړیوال معیار څخه زیات دی، هغه چې د نړیوالو معیارونو (IEC) له مخې ټاکل شوې دي.

دغه راز، د برېښنا لیږدونې پایې (ستنې) د استوګنیزو کورونو په منځ کې اېښودل شوي، چې مالي او ځاني زیانونه لري.

په قلعه وزیر برېښنا برج کې، ۴۰۰ ولټه کیبلونه د سړک پر سر په ټیټه ارتفاع کې غځول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د مېټر بکسونو صندوقونه خلاص پاتې دي، د توزیع ترانسفارمرونو شاوخوا کې د خوندیتوب اغزن جالونه (فنس) نه دي نصب شوي او  د ۴۰۰ ولټه برېښنا شبکې کې د برېښنا کیبلونو حریم نه دی مراعت شوی.

مولوي عبدالمنان حقاني وایي، دا ټول هغه موارد دي، چې ښاري تخلفات ګڼل کېږي او اړوند ادارې یې باید د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښارونو کې د ښاري بې نظمیو او تخلفاتو د مخنیوي مسؤلیت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت