د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند د منشي میرغلام ښارګوټي ښاري تخلفات په نښه شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۵۷
تخلفات شهری

۱۴۴۶/۱۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په اولسمه ناحیه کې د منشي میر غلام ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ښارګوټي کې ځینې خپلسرې چارې ترسره شوي چې باید مخنیوی یې وشي.

نوموړی وایي، په دې تړاو یې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړی او ترې غوښتنه یې کړې چې، له ښاري تخلفاتو ډده وکړي.

د هغه په خبره، ترسره شوي تخلفات دا وو چې، په استوګنیزه ساحه کې یې هټۍ جوړې کړي دي او د تصفیه خانې په ځای کې په غیرې قانوني توګه ښوونځی او هدیره جوړه شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې، له ښاري تخلفاتو ډډه وکړي او د خپل هېواد په منظمه ابادۍ کې دې له وزارت سره همکار اوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت