د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ژوند د ښه والي لپاره پرمختللې سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۳:۵۲
خاک جبار

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د حکم له مخې، د دغه وزارت اړوند تخنیکي ټیمونو د مهاجرینو د ژوند خوندیتوب په موخه خپلو هڅو او فعالیتونو ته چټکتیا او دوام ورکړی دی.

دغه وزارت، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د مهاجرینو د خوندي، منظمه او باعزته ژوند د پیلولو لپاره د ساحې د سروې چارې ترسره کړې.

یاده سروې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو، په ځانګړي ډول د ډرون الوتکو په وسیله ترسره شوه، څو د سیمې دقیق توپوګرافي، حدود او تخنیکي معلومات په دقیقه توګه ثبت او تحلیل شي.

د کور او ښار جوړلوو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دغه چاره د مهاجرینو د ژوند د اسانتیا، د ښاري پراختیا لپاره د پلانونو د برابرولو او د راتلونکو پرمختیايي پروژو د عملي کولو لپاره مهم ګام یادوي.

یاده سروې د دې وړتیا برابروي، چې په ښاري پلانونو کې د دقیقو او معیاري معلوماتو پراساس د استوګنې ساحې، عام‌المنفعه تأسیسات او نور اړین خدمات په غوره ډول ځای پر ځای شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، خپل مسؤلیت ګڼي چې ورسپارل شوې چارې په غوره او دقیقه توګه سرته ورسوي او درنو هېوادوالو ته د خدمت، ارام ساه اخیستلو او د کار زمینې برابرولو کې خپل رول اداء کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت