د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
قره باغ ولسوالۍ

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د نظارت په پیل کې، یاد تخنیکي ټیم د همغږۍ په موخه د قره‌ باغ ولسوالۍ له محترم ولسوال او د امنیه قومندانۍ له مسؤلینو سره لیدنه وکړه، څو د نظارتي بهیر د اغېزمنتیا لپاره لازمې همغږۍ تأمین شي.

وروسته، تخنیکي ټیم د ولسوالۍ د پراختیايي پلان اړوند ساحې وڅېړلې او هغه سرغړونې یې له نږدې و ارزولې چې مخکې په دې ساحه کې تثبیت شوې وې.

همداراز، د یادو سرغړونو د تعقیب او رسېدنې په موخه د قره‌ باغ ولسوالۍ له ښاروالۍ سره هم همغږي ترسره شوه او د هغو قضیو د رسېدنې بهیر وارزول شو چې وړاندې د رسمي مکتوبونو له لارې شریکې شوې وې.

د یادو نظارتونو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی او د ښاري مدیریت د بهیر پیاوړتیا بلل کېږي.

 دا لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او نورې ساحې به هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت