د کابل شکر درې ولسوالۍ کې د ښاري تخلفاتو په ګوته کول او مخنیوی پیل شو

۱۴۴۶/۰۶/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي چارې پیل کړې.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، اړوند ټیم یې د شکر درې ولسوالۍ د پراختیایي پلانونو څخه د څارنې په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
نوموړی وایي، دوی لومړی د شکر درې ولسوالۍ له محترم ولسوال، محترم امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ له محترم ښاروال سره ناسته وکړه او په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د ښاغلي حقاني په خبره، درې واړو مسؤلینو بشپړ ډاډ ورکړ، چې د ښاري تخلفاتو مخنیوي برخه کې به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.
اوس، د کور او ښار جوړولو وزارت یاد ټیم اخته دی ساحه کې پلټنې کوياو د پلان مطابق ښاري ودې او پراختیا لپاره زمینه برابروي.