د کابل جدید ښار د ۲۵ زون د برښنا شبکې طرحه او ډیزاین بشپړ شو.
له تحول وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کابل جدید ښار د برښنا شبکې طرحه او ډیزاین بشپړ کړ.
يه دغه طرحه کې د صفر اعشاریه ۴ کیلو واټه برښنا د یاد فاز لپاره په پام کې نیول شوې چې د نورو زونونو له شبکو سره نښلول شوې ده.
د کابل جدید ښار د بیخ بیناوو طرحه او ډیزاین د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري په څو فازونو کې بشپړ شوی او ځینې نورو فازونو بانودې کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به هغه هم بشپړ شي.
په یاد فاز کې د برښنا شبکې طرحه معیاري ډیزاین شوې چې کولی شي د فاز ټولو اړتیاوې پوره کړي.