د کابل جدید ښارګوټي د څلورم زون سړکونه طرحه او ډیزاین شول
د ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني له راتګ وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري بیخ بیناو د طرحو او ډیزاین برخو کې د کابل جدید ښارګوټي د څلورم زون د سړکونو طحه او ډیزاین بشپړ کړ.
د یادونې وړ ده چې د یاد ښارګوټي د زونونو او ۱، ۲ او ۳ فازونو ډیزاین پخوا بشپړ شوی دی.
د سړکونو ډیزاین او نورې بیخ بینایي شبکې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د انجنیرانو له لوري ملي او نړیوالو معیارونو ته په کتو او د وخت ټکنالوجۍ سره سم طرحه او پلې کېږي چې ټولې اړتیاوې په پام کې نیول کېږي.