د کابل–بګرام سړک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۷
کابل- بګرام سړک

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د نوي کابل ښار د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل–بګرام سړک د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سړک په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو ساختماني فعالیتونو، د ځمکې هوارولو، د سړک د طبقاتو د جوړولو، د پلچکونو د رغنیزو چارو او نورو تخنیکي فعالیتونو بهیر وارزول شو.

همدارنګه د پروژې د تطبیق پر مهال د ځینو تخنیکي موضوعاتو او ننګونو په اړه د اړوندو تخنیکي ټیمونو ترمنځ بحث او د حل لارو په اړه لازمې ارزونې ترسره شوې، څو د چارو د کیفیت او چټکتیا لپاره مناسب اقدامات ونیول شي.

د نوي کابل ښار عمومي ریاست ټینګار کړی چې د کابل–بګرام سړک د پروژې چارې به د منظور شوو تخنیکي معیارونو، انجنیرۍ اصولو او ټاکل شوي مهال ‌وېش له مخې پر مخ وړل کېږي او د کارونو د کیفیت د تأمین په موخه به د څارنې بهیر دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت