د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د پروان ولایت چاریکار ښار د معلم سید قیوم سیمې د پرمختیا عمومي پلان منظور کړ

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۵۵
 پروان

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي له پروان ښاروال ښاغلي خواجه روح‌الله صدیقي سره په لېدنه کې چې د دې وزارت د مسکن چارو مرستیال ښاغلي عزیز احمد ګلستاني، د غیر پلاني سیمو د پرمختیا رئیس ښاغلي انجنیر مولود‌الدین پوپل او د پروان د ښار جوړولو او ځمکو رئیس په‌کې ګډون درلود، د احمد شاه مسعود ښارګوټي ته څېرمه د پروان ولایت چاریکار ښار د معلم سید قیوم سیمې د پرمختیا عمومي پلان منظور کړ.

په پیل کې د ښار جوړلو او ځمکو وزارت د مسکن چارو مرستیال د غیر پلاني سیمو سروې او ثبت په اړه وویل، د دې سیمو اوسېدونکیو د ملکیت خوندیتوب په موخه یې د غیر پلاني او غیر رسمي سیمو ثبت پیل کړی دی او په وینا یې د دې سیمو د پرمختیا او بیا جوړولو پالیسي په پلي کېدو سره غوره اقتصادي ودې ته هم فرصتونه برابرېږي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د معلم سید قیوم سیمې د پرمختیا عمومي پلان منظوري د دې سیمې د پرمختیا لپاره حیاتي ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا پلان به د پرمختیايي پروژو پلي کېدو او په چاریکار کې د معلم سید قیوم سیمې اوسېدونیکو په ژوند کې د اسانتیا رامنځ‌ته کېدو تر څنګ اقتصادي او ټولنیزې ودې ته هم زمینه برابره کړي.

وروسته د پروان ښاروال د پروان ولایت چاریکار ښار د معلم سید قیوم سیمې د پرمختیا عمومي پلان ترتیب او منظورول د دې سیمې اوسېدونکیو لپاره د پرمختیا په برخه کې مهم ګام یاد کړ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزې پاملرنې او همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

د یادولو ده چې د پرمختیايي پلانونو له ترتیب څخه موخه د غیر رسمي سیمو د پراختیا مخنیوی، د ښاري کلتور لوړول، د ټولنیز وضعیت ښه کول، کارموندنې ته زمینه برابرول او همداراز د دې سیمو اوسېدونکیو لپاره د تل‌‌پاتې او خوندي زېربناوو د جوړولو کیفیت لوړول او د ښاري چوپړتیاوو وړاندې کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت