د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني د هوت خېلو د قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۸
IM

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د هوتخېلو د قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل او د هوت خېلو د قوم د ستونزو د حل په اړه یې بشپړې خبرې وکړې.

د هوت خېلو د قوم مشرانو په خپله سیمه کې د یوې اندازه ځمکې پر سر د راپورته شوي جنجال په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له وزارت سره شریکې کړې او د حل په موخه یې غوښتنه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دې اقدام وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني د یادو مشرانو ټولې خبرې واورېدې او د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د خلکو ستونزو د حل برخه کې اقدامات او د ځمکو برخه کې د شخړو حل د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت