د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني د دولتي او عامه ودانیو برنامه و ارزوله

it_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۳:۳۳
meeeet

په هغه پرزنټېشن کې چې د وزارت کارکوونکو د دولتي او عامه ودانیو په تړاو جوړ کړی و د یادې برنامې په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د د دولتي او عامه ودانیو برنامې کارکوونکو په دغه برخه کې د شته ستونزو او ننګونو ترڅنګ لاسته راوړې او اقدامات په ګوته کړل.

دغه راز د یادې برنامې پر تشکیل هم خبرې وشوې چې په تېرو کلونو کې څومره وو، اړتیا څومره وه او اوس څه کول په کار دي.

د دغه پرزنټېشن پر مهال یادونه وشوه چې څنګه کېدای شي یاده برنامه لا پرمختللې او لاسته راوړنې ولري او باید پر هغه لارو چارو غور وشي چې تولې ستونزې حل کړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني وویل، هڅه دې وشي چې د نورو برنامو ترڅنګ د دولتي او عامه ودانیو برنامې مالي او نورو ستونزې له اړوندو ادارو او وزارتونو سره شریکې شي چې د حل لپاره لازم او پر وخت اقدامات وشي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لس پروژې فعالې لري چې په وزارت کې د درې برنامو لخوا رهبري کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت