د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۴:۱۰
picture

 

۱۴۴۴/۰۱/۲۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د چین او افغانستان ترمنځ له نیکو اړیکومننه وکړه او وې ویل چین په بېلا بېلو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې له افغانانو زیاتې همکارۍ کړې دي.

ښار جوړولو او ځمکو محترم سر پرست وزیر په افغانستان کې د چین هېواد سفیر سره ولیدل

محترم مولوي حمدالله نعماني وویل، چین د افغان حکومت سره د کورونو په جوړولو، د ټولګتو بیا رغونې پروژو، تحصیلي بور سونو، سیمینارونو او د دې وزارت د انجنیرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پام وړ همکارۍ کړې دي.

نوموړي د چین هېواد د سفیر څخه وغوښتل چې د ټولګټو تاسیساتو، د کورونو جوړولو په برخه کې پر پانګونې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د نا تمامه پروژو په بشپړولو کې همکاري وکړي.

په کابل کې د چین محترم سفیر وانګ یوو وویل، د چین او افغانستان تر منځ له پخوا ډیرې ښې اړیکې وې او چین له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ډیرې مرستې کړې دي.

د چین سفیر وویل، دوی په افغانستان کې د ښاري پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او غواړي چې دې برخه کې نور هم همکار پاتې شي.

نوموړي دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د اړمنو کورنیو لپاره د عام المنفعه تاسیساتو او کوورنو جوړلو برخه کې د همکارۍ یادونه وکړه.

ښاغلي سفیر د سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې د چین هېواد اړوند شرکتونو د کارکونکو امنیت خوندي کړي کوم چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره همکارې کوي.

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سفیر ته د شرکتونو د کار کونکو د امنیت خوندیتوب په برخه کې پوره ډاډ ور کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت